IQNA

د یوه مسلمان بنګله دیشي آئيډیا

کلیوال بانک،له بې وځلۍپرته ددنیا دخوب زیږیدا

7:44 - December 03, 2022
د خبر لمبر: 3486539
ایکنا-(تهران)ممکنه ده که ۸۲کاله مخکې محمد یونس نړۍ ته سترګې رڼې کړي نه وائ،نو اوس به د ؛بې وځلو لپاره دبانک جوړونې؛ خبره نه کیدله.ګرامین بانک یا کلیوال بانک په دې اصل سره جوړ شو چې د بې وځلۍ د ختمیدا لپاره پور ورکول له خیریه کارونو څخه لا ښه دي،ځکه چې  خلکو ته فرصت ورکوي څو په تجارت اویا کرهڼیزو چارو بوخت شی  او کار وکړي او عائدات برابر کړي او بیا دوي ددې جوګه کیږي ،چې خپل پور ورکړي.

ایکناخبری آژانس  راپور روکړ، بانکونه په کلي توګه د پانګو دخاوندانو او خلکو لپاره  په ټولوټولنو کې د بانکونو دعملیاتو ترسره کیدا او د مالی تامینیدا مسئولیت په غاړه لری. په عین حال کې په ځینو ټولنو کې د بې وځلۍ په دلیل  له خلکود زیات فیصدي پانګه او عایدات لوړ دومره لوړ نه دي چې څه بچت وکړائ شي او یا په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.له بل پلوه بانکونه ترجیح ورکوي خپل پورونه  هغو کسانو او شرکتونو ته ورکړي،چې له مالی پلوه لازیات  امنیت او اعتبار ولرل شي.

خو ده مسئلې سبب شوي دي چې د ټولنې غریبې پرګنې  له مالی نظره په بشپړ دول مالی خدمات له لاسه ورکوي.ځيني مالی موسیسې اوبانکونه  د بې وځله کسانو د توانمنولو د موضوع پشمول  په مختلفو دلیلونو ،د اخلاقو او ژواک چاپیریالۍدلیلونه په بشپړ ډول  او یا دخپلو خدماتو یوه برخه  د ټونلې دغریبو پرګنو  په خدمت کې وړاندې کوي.دغه خدمتونه له سود او ګټې پرته پورونو په چوکاټ کې په کم ترقیافته سیموکې پانګونې ،د ورکشاپونو له جوړونې سره  په مرتسې او له خیریه ادارو سره د مرستې په خاطر وړاندې کوي .

ګرامین بانک  یو هغه بانک دی چې په بنګله دیش کې د پانګه نه لرونکو او یا کمې پانګې لرونکو خلکو سره مرستې او خدمات په غاړه لري. ګرامین  دټولنې د پراختیا بانک او واړه مالی موسیسه ده چې له وثیقې یا ضمانت  پرته  بې وځلو ته(پخپل باؤر او  یا په عمومي باؤر  مشهور)واړې واړې قرضې یا پورونه ورکوي.

ممکنه ده که ۸۱کاله مخکې  محمد یونس نړۍ ته سترګې رڼې کړې نه واي،نو ااوس به د بې وځلو لپاره د بانکدارۍ  هیڅ خبره نه کیده.د ۱۹۴۰کال د جون په اته ویشتمه نیټه  بنګله دیش  دیوه داسې کس د زیږیدا شاهد ؤ چې  نه یوازې په دغه هیواد کې بلکې ددنیا په نورو ډيرومحرومو هیوادونو کې  د بانکدارۍ په مطلق تورتم کې ئې یوه دودیزه کړکئ د کلیوالو اړمنو په وړاندې خلاصه کړې ده.

ګرامین بانک په ۱۹۷۶کال کې  او په چټاګانګ پوهنتون کې د پروفیسر محمد یونس دڅيړنو په لړ کې  چې ،کلیوالو بې وځلو ته د بانکي خدماتو د وړاندې کولولپاره ئې دیې کریډيټي موسیسې  د پلانونې د څرنګوالي د مطالعې لپاره یوه څيړنیزه پروژه شروع کړه، جوړ شو. د ۱۹۸۳ کال په اکتوبر کې ګرامین بانک ته اجازت ورکړلشو څو د یوه خپلواکه بانک په توګه فعالیتونه و کړي.

تر ۲۰۱۷کال پورې  ګرامین بانک کابو دوه زره  شپږ سوه څانګې او  نهه میلیون پور اخستونکي درلودل چې د  بیرته ورکولو  نرخ ئې نهه نوي اعشاریه شپږ فیصده ؤ. دغه بانک د بنګله دیش په اوه نوي فیصده کلو کې فعالیتونه کوي او د نړیوال بانک پشمول په درستې نړۍ کې ئې په څه د پاسه څلور شپيتو هیوادونو کې هم ورته الهام بخښونکي پروژې په بریالیتوب سره کار کوي.

ګرامین بانک شتمنو هیوادونو ته هم دغزیدا په حال کې دی.

ګرامین په ځانګړي توګه   پر میرمنو چې د بانک پنځه نوي فیصدي پورونه ترلاسه کوي،تر ټولو بې وځله کسانو ته پورونه ورکوي ،میرمنې په دودیز ډول د مای کریډيټي موسیسو خدماتو ته ډير کم لاس رسی لري  او پر همدغو خدماتو باندې خپل عایدات برابروي.

بانک گرامین، بانکی برای توانمند سازی فقرا

https://iqna.ir/fa/news/4103480/%D

captcha